افغان حکومت د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی او دا یې په افغانستان کې د دې ډلې د جګړې د دوام نښه بللې ده.
له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي
"د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانېږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري او دا ډله د متحدو ایالاتو له مذاکره کوونکي پلاوي سره په مستقیم ډول د سولې په مذاکراتو بوخته ده."
د ولسمشرۍ له دفتره خپرې شوې خبرپاڼې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان د افغانستان او اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د هغې غوښتنې خلاف هم بللی چې په دې هېواد کې یې د جګړې دوام فتنه بللې او د جنګ بندۍ غوښتنه یې کړې.
ارګ د طالبانو دا ادعا هم رد کړې چې ګوندې دا عملیات یې د حکومت د عملیاتو د اعلان په ځواب کې اعلان کړي.
افغان حکومت پر هغو طالب مشرانو چې د دوی په وینا، د دې جګړې له اعلان سره مخالف دي، غوښتي چې د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې دې خپل غږ پورته کړي.
تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټوېټر په پرله پسې څو پیغامونو کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان غندلی و او ویلي یې وو، طالب مشرانو په دې اعلان په ټول افغانستان کې د خلکو د سولې له غوښتنې سره خپل اختلاف په ډاګه کړ.