په شیرزادو ولسوالۍ کې چاودنو او نښتو ۲ سرتېري او ۲۷ وسله وال وژلي

د ننګرهار چارواکي وايي، په شیرازدو ولسوالۍ کې جګړه پای ته رسېدلې او دغلته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

تېره شپه وسله والو طالبانو د شيرزادو ولسوالۍ ته څېرمه دوه موټري بمي چاودنې کړې وې او وروسته له امنیتي ځواکونو سره په درنه جګړه اوښتي وو.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي:

"د دې چاودنو او نښتو په پايله کې ۲۷ تنه وسله وال وژل شوي او ۳۲ تنه نور زخميان شوي دي، متاسفانه د جګړې په پایله کې دوه تنه امنيتي سرتېري شهیدان شوي او اته نور ټپیان دي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی."

هڅه مو وکړه چې د دې پېښې په تړاو د سیمې د خلکو نظر هم واخلو، خو د شيرزادو په ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې غېر فعاله دي او له چا سره اړیکه نه ټيڼګېږي.

بل خوا وسله والو طالبانو رسنيو ته په استولي پېِغام کې ادعا کړې چې د دوو موټربم چاودنو په پایله کې په لسګونو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.