کابل چاپ ډېری ورځپاڼو بیا هم د سولې او همداشان د طالبانو له لوري د اعلان شویو الفتح عملیاتو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، د قطر د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي په سر افغان سیاسیون او حکومت پر یوه لېست جوړ نه شول، قطر ته به بېل بېل پلاوي استوي.
وړاندې په مطلب کې راغلي، حکومت غواړي چې د قطر د خبرو لپاره د امرالله صالح په څېر د سولې مخالف کسان واستوي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سولې ټولې ناستې باید د افغانانو په حضور او رهبرۍ ترسره شي.
وړاندې په سرمقالې کې راغلي، د افغانانو له مالکيت پرته دا ډول غونډې به د افغانستان قانوني دولت ته د منلو وړ نه وي.
یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا د طالبانو له لوري د اعلان شویو الفتح د عملیاتو په اړه تبصرې کړې دي.
سرخط:
د سرخط خپلواکې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، خلک سوله، طالبان جګړه غواړي.
وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې که څه هم افغانان له جګړې او وژنو ستړي شوي، تل یې له طالبانو د سولې غوښتنه کړې او د افغان سولې په اړه وروستیو هلو ځلو او ځینو نسبي پرمختګونو څه نا څه هیله مند کړي هم دي، خو طالبان د هغوی د سولې غږ ته د تازه عملیاتو پر پيل ځواب ورکړ.
د سرمقالې په پای کې راغلي، تر هغې چې افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي او د جګړې پرځای پر سولې، ورورولۍ، مینې او یووالي کار ونه کړي او همدا خپله موخه ونه ګرځوي، تل به په بېلابېلو نومونو خپلو کې سره وژني.
هشت صبح:
د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، عام افغانان غواړي چې تاوتریخوالي او وینه توېدنه ژر بنده شي او ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، هره ډله چې د جګړې لپاره هڅه کوي، د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.
دنیا:
دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د سولې که د جګړې کال.
په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې بازار تر بل هر وخت تود دی، خو ورسره مل د جګړې بازار هم په تودېدو دی.
په سرمقاله کې یادونه شوې چې د ملي یووالي حکومت څو ورځې وړاندې د خالد په نوم پسرلني عملیات پيل کړل او طالبانو ته یې د ځپلو خبرداری ورکړ او طالبانو یې په مقابل کې د الفتح په نوم عملیات پیل کړل.
د سرمقالې د لیکوال په باور، افغان حکومت او طالبان باید درک کړي چې وینه په وینه نه مینځل کېږي، بلکې د سولې لپاره باید حوصلې سترې کړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپانې په خپلې سرمقاله کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د لیکوال په باور، طالبان هڅه کوي چې په الفتح عملیاتو سره زیات بریالیتوبونه ترلاسه کړي.