د سوډان دفاع وزیر د پوځي شورا له مشرتابه استعفا وکړه

د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عواد ابن عوف

د سوډان دفاع وزیر جنرال عوض ابن عوف د پوځي شورا له مشرتابه استعفا وکړه.

ده وویل:

"زه د پوځي انتقالي شورا د مشر په توګه اعلان کوم چې دا وظیفه پرېږدم او له فکر، مشورو او غور وروسته ګران ورور عبدالفتاح برهان عبدالرحمان انتخابوم چې د پوځي انتقالي شورا د رئیس په توګه زما ځای ونیسي."

یوه ورځ مخکې تر دې د سوډان ولسمشر عمر البشیر له واکه لېرې شو او جنرال ابن عوف د پوځي انتقالي شورا د مشر په توګه د سوډان واک په لاس کې واخیست.

عمر البشیر دېرش کاله پر سوډان حکومت وکړ.

هغه په پلازمېنه خرطوم کې له پرله پسې مظاهرې وروسته د واک پرېښودو ته اړ شو.

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د خلکو اعتراض دوام لري او د ډموکرات حکومت غوښتنه کوي.