د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو د الفتح په نامه د عملیاتو اعلان یوه پروپاګند ګڼي او وايي، دغه ډله به هېڅ کله خپلو ناوړو اهدافو ته ونه رسېږي.
د طالبانو د الفتح په نامه د عملیاتو له اعلان وروسته د افغانستان د دفاع وزارت وايي، طالبان د بدخشان ولایت د ارغجنخواه، د سرپل د سانچارک، د غزني د مقر او د بادغیس ولایت د اب کمري او بالا مرغاب په ولسوالیو کې د ماتې وروسته غواړي چې خپلو کسانو ته روحیه ورکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه لوړ جنګې ظرفیت لري او د جنګ په ډګر کې مخکې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډلې نن سهار د الفتح په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په هغه اعلامیه کې چې رسنیو ته رسېدلې، ویلي چې د طالبانو ځواکونه باید د جنګ پرمهال د ملکي کسانو له تلفاتو ډډه وکړي.
په اعلامیه کې دغه عملیات سراسري ګڼل شوي دي.
په افغانستان کې هرکال په پسرلي کي جنګ تودېږي او دواړه لوري نوي عملیات اعلانوي.
پخوا تر دې د نوي کال له پیلېدو سره افغان حکومت د خالد په نامه پسرلني عملیات اعلان کړي دي.
افغان امنیتي ځواکونو ویلي چې د دولت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو له منځه وړل او د هغوی تر کنټرول لاندې د سیمو تصفیه کول د دغو عملیاتو هدف دی.
وسله والو طالبانو که څه هم خپل پسرلني عملیات نن اعلان کړل، خو افغانستان د نوي کال له پیلېدو سره د زورورو جنګونو شاهد دی.
طالبانو پر څو حملو سربېره چې د بګرام په حمله کې یې درې امریکايي سرتېري او یو قراردادي ووا ژه، د بادغیس ولایت د بالامرغاب پر ولسوالۍ یې هم پراخې حملې کړي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
لحظات پس از انفجار در بگرام
مخکې له دې داسې راپورونه خپاره شول چې د بالامرغاب پر ولسوالۍ د حملې په نتیجه کې د یادې ولسوالۍ ځینې سیمې طالبانو ولکه کړي دي.
همداشان د طالبانو په نورو حملو کې یو شمېر افغان پوځیان هم وژل شوي دي.
امنیتي مسؤلینو ویلي چې په وروستیو درې اوونیو کې د دولت مخالفینو او په تېره طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
پوښتنه دا ده چې طالبانو ولې د نوي کال له پیلېدو درې اوونۍ وروسته خپل پسرلني عملیات اعلان کړل؟
په دې اړه د چارو پوه عتیق الله امرخېل ازادي راډیو ته وویل:
د چارو افغان پوه عتیق الله امرخېل
"طالبانو د نوي کال له پیل سره په بادغیس، فاریاب، هملند، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې شدید عملیات پیل کړي وو، خو نوم یې پرې نه و ایښی، د عملیاتو نوم یو سیاسي اړخ دی اوغواړي چې له دې لارې خلکو ته وښيي چې د عملیاتو په پیلېدو کې حکومت مخکې دی، نه دوی."
ښاغلی امرخېل وايي، ممکن طالبان په روان کال کې د حکومت او امریکا د ګواښلو لپاره خپلو عملیات ته زور ورکړي.
د ده په خبره، دغه ډله غواړي چې د سولې د خبرو په لړ کې د جنګ له تودولو ګټه پورته کړي.
بل خوا د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند په دې باور دی چې طالبان واک نه لري او عملیات د بهرنیو کړیو په لارښونه ترسره کوي.
راپور: خان محمد سیند