د کونړ له چپې درې وروسته د وټه پور ولسوالۍ په غرنیو سیمو کې هم د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ شخړې پیل شوې او د یو بل د کورونو په سوځولو یې شروع کړې ده.
مسؤلین وایي، تر اوسه په یاده ولسوالۍ کې له ۲۵ د زیاتو کورونه سوځول شوي دي.
د کونړ په چپه دره کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د پیل شویو شخړو لمن د وټه پور ولسوالۍ غرنیو سیمو ته هم ورسیده، له کټار،کمبیر، دیوز، څانګار او قورو له کلیو راکډه شوي خلک وايي، وسله والو طالبانو د داعش پورې د تړلو کسانو کورونو سوځول پیل کړي دي او دوی هم له دې وېرې خپل کورونه پرېښودل چې د دواړو ډلو ترمنځ د پیل کېدونکې جګړې په اور کې ونه سوځي.
سردار ولي او حمید هم خپل کورونه پريښي او اوس د ولسوالۍ په ودانۍ کې د بېځایه شویو کسانو په قطار کې د دې لپاره ولاړ دي چې د مرستو ترلاسه کولو په لېست کې خپل نومونه ولیکي.
دواړو ازادي راډیو ته وویل:
"د امارت او داعش ترمنځ ګډوډي ده، یو د بل کورونه سوځوي، اوس امارت راغلی او د داعش کورونه سوځوي، ولسي خلک په هر جنګ کې زیات تلفات ورکوي، زموږ د کورونو شااوخوا ته یو شمېر کورونه وسوځول شول، ماشومان مو دوه ورځې وړاندې راغلي وو، موږ نن راغلو."
راکډه شوي خلک وايي، سیمه کې حالات زیات ترینګلي وو، هر ساعت پکې د جګړې پیل کېدو وېره موجوده وه.
دلته په قطار کې یوه مېرمن هم د خپلو څلورو بچو سره په دې هیله ناسته ده چې نوم يې ولیکل شي، دا وايي:
"د داعش او امارت ترمنځ جنګ و، نور خلک يې نه پريښودل، موږ راووتلو، خلکو ته طالبانو ویل چې یا له موږ سره ودریږئ او یا هم له کورونو ووځي."
بې کوره شوي خلک وايي، وسله والو طالباتو د داعشیانو له کورونو انسانان، څاروي او ژوندي شیان ویستلي او نورو ډکو کورونو ته يې اور اچولی چې دسوځېدلو کورونو شمېر نږدي ۴۰ ته رسېدلی دي.
د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د داعش او طالب په روانو جګړو کې د خلکو کورونه د سوځېدو په حال کې
که څه هم چې په وټه پور کې د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شویو ترینګلو حالاتو په اړه امنیتي او نور حکومتي مسؤلین څه نه وايي، خو په وټه پور ولسوالۍ کې د بېځایه شویو کورنیو د نوم لیکنې مسؤل مامور عبدالودود ازادي راډیو ته وویل، په درېیو ورځو کې د داعش او طالبانو ترمنځ د پېښدونکې جګړې له وېرې د راکډه شویو شااوخوا ۲۵۰ کورنیو نومونه يې لیکلي دي.
هغه وړاندې وویل:
"دغه خلک له کټار، ګمبیر، دیوز، قورو، څانګار او قور څخه را بېځایه شوي دي، دغه مشکل هر ځای کې پیدا شوی، تر اوسه ۲۵۴ فامیله را بېځایه شوي او موږ يې نومونه لیکلي او د بېځایه کیدونکو بهیر لا روان دی."
تر دې دمه داعش او وسله والو طالبانو په وټه پور کې د سوځول شویو کورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د کونړ په چپه دره کې د روانې وري میاشتې په دوهمه او درېیمه نېټه د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه وشوه، د یادې جګړې پرمهال د دواړو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او د جګړې له وېرې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
په چپه دره کې داعش د طالبانو څو کورونه وسوځول، خلکو همدا وېره درلوده چې که په چپه دره کې حکومت د داعش او وسله والو طالبانو په منځ کې له پیدا شوي تاوتریخوالي ګټه پورته نه کړې، نو د یاد اور لمبې به نورو ځایونو ته هم ورسېږي.
راپور: روح الله انوري