د افغانستان دفاع وزارت د پسرلنیو عملیاتو د پیل په اړه د طالبانو اعلامیه یوازې پروپاګند بللې ده.
د دفاع د وزارت ویاند قیس منګل فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي چې طالبان به د نوموړي په وینا خپل شوم هدف ته ونه رسېږي او پوځي فعالیتونه به يې ماتې وخوري.
طالبانو نن په داسې حال کې د پسرلنیو عملیات د پیل خبره کړې ده چې متحده ایالات له دې ډلې سره په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي.
طالبانو خپل پسرلني عملیات د فتح په نوم یاد کړي دي.