چارواکي: طالبانو نن سهار پر بګرام هوايي اډې راکټي برید کړی

ارشیف، د بګرام هوایي اډې یو انځور

د کابل د بګرام د امنیه قومانداني وايي، وسله والو طالبانو نن سهار پر بګرام هوايي اډې راکټي برید کړی دی.

عبد الرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل، وسله والو د قره باغ ولسوالۍ له موسی خېلو سیمې څخه پر بګرام اډې راکټي حمله کړې چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په هوا کې خنثی شوې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیخ الله مجاهد ادعا کړې ده چې په دې برید کې نړیوالو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بګرام کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.