د اوکراین چارواکي: له بېلتون پالو سره په نښته کې یو سرتېری وژل شوی

د اوکراین بیرغ

د اوکراین چارواکي وايي، ددې هېواد په ختیځ کې له روسي پلوه بېلتون پالو سره په یوې نښته کې یو سرتېری وژل شوی او اته نور ټبیان دي.

د اوکراین دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل، بېلتون پالو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شل ځله د درنو وسلو په کارولو سره له اوربنده سرغړونه کړې ده.

د اوکراین د ختیځ د جګړې په اړه د مینسک د اوربند د موافقې له مخې حکومتي ځواکونه او روسي پلوه بېلتون پال د ماشینګڼو، توغندیو او ټانک ضد راکټونو له استعماله منع شوي دي.

د اوکراین دفاع وزارت وايي، په دې نښته کې ۹ بېلتون پال وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د ۲۰۱۴ کال له اپرېل میاشتې راهیسې د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او بېلتون پالو ترمنځ جګړو کې له لس زرو نه زیات کسان وژل شوي دي.