سیګار په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزه موثره او ګټوره نه بولي

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د څار د ځانګړې ادارې سیګار مشر جان سوپکو

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د څار ځانګړې ادارې سیګار مشر په افغانستان کې له نشه يي موادو سره مبارزه موثره او ګټوره نه بولي.

سیګار په تېره یوه نیمه لسیزه کې له نشه يي موادو سره د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ګډه مبارزه موثره نه بولي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د ډېروالي خبر ورکوي.

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ سیګار مشر جان سوپکو د امریکا د مشرانو جرګې د امنیتي چارو کمېټې ته وویل، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت اړولو ترڅنګ له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا متحده ایالتونو پروګرام ګټور نه و.

ارشیف، یو افغان سرتېری د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو په حال کې

ښاغلی سوپکو تېر ميلادي کال د تاریاکو د تولید د کموالي لامل وچکالي بولي او اندېښنه لري چې سږ کال به په افغانستان کې د ډېرو بارانونو له امله د تاریاکو کښت نور هم ډېر شي.

ده وویل:

"د کوکنارو د کښت اړولو پروګرامونو د کوکنارو په کښت او تولید کې هېڅ د پام وړ بدلون نه دی را وستلی، که رښتیا ووایو، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې زموږ یو پروګرام هم ګټور نه و، موږ په تېرو لسو کالو کې د کوکنارو د کښت اړولو پروګرامونو له لارې په کال کې یوازې په سلو کې پنځه کرل شوي کوکنار اړولي دي."

د سیګار مشر د امریکا متحده ایالتونو مشرانو جرګې ته وویل، په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له پیل څخه بيا تر اوسه پورې نهه میلیارده امریکايي ډالر لګېدلي دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"په (۲۶۳) زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل کېږي، دا هغه ځمکې دي چې په سلو کې (۹۰) یې د طالبانو تر واک لاندې دي، موږ هلته د کوکنارو کښتونه نه شوای اړولای."

سرچینه زیاتوي، هغه ۱۲ ولایتونه چې پروسږ کال کوکنار پکې کرل شوي وو، له دې ولايتونو څخه یوازې په اوو ولایتونو کې د کوکنارو اړولو پروګرام عملي شوی دی.

په دې لړ کې ننګرهار هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې سږ کال یې په ۱۲ ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

د دې ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس صافي ازادي راډیو ته وویل، دوی په دې وروستیو کې له بزګرو سره خبرې کړي او غواړي چې په بېلابېلو ډولونو د کوکنارو د کښت مخه ونیسي.

دی وایي:

"موږ بزګرو ته یوازې بدیل کښتونه نه ورکوو، بلکې له بزګرو او د سیمې له مخورو خلکو سره مو هم خبرې کړې دي، دوی له موږ سره ژمنه کړې چې نور به کوکنار نه کري، موږ په منظم ډول له خلکو سره ګورو او غواړو چې په بېلابېلو ډولونو د کوکنارو د کښت مخه ونیسو، سږ کال د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی چې لامل یې زموږ د عامه پوهاوي پروګرامونه دي."

په راتلونکو څو ورځو کې په هغو ولایتونو کې د کوکنارو نېښ وهل پیل کېږي چې هلته کوکنار کرل شوي دي، خو د راپورونو له مخې، اوس هم دولت په دې ولایتونو کې د کوکنارو اړولو رسمي کمپاین نه دی پیل کړی.

راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

غږیز راپور