طالبان: ځیني مرکچي پلاوي مو د ملګرو ملتونو له تورلېسته ایستل شوي

ارشیف: په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

طالبان ادعا کوي چې له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې د دوی یو شمېر مرکچیان په موقت ډول د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه ایستل شوي دي.

د طالبانو یوې سرچینې تأیید کړه چې په دې لېست کې د طالبانو د مرکچي پلاوي د مشر شېر محمد عباس ستانکزي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون د ۱۴ کسانو نومونه شامل دي.

په پاتې کسانو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني چې اوس مهال د افغان حکومت په زندان کې دی، خیرالله خیرخواه، امیرخان متقي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا محمد فضل مظلوم او د طالبانو د یو شمېر نورو مشرانو نومونه هم شامل دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا لېست تأیید کړی دی او ازادي راډیو ته یې وویل چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته د دې کسانو د دایمي ایستلو ژمنه هم شوې. ملګرو ملتونو او افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.