د امریکا ولسمشر په راروانه جون میاشت کې فرانسې ته ځي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې په راروانه جون میاشت کې به فرانسې ته ولاړ شي، څو په نورماندي سیمه کې د ډي ورځې په نوم مراسمو کې ګډون وکړي.

ډي ورځ د ۱۹۴۴ کال د جون په شپږمه هغې ورځې ته ویل کېږي چې د متحده ایالاتو، بریتانیا او کاناډا شااوخوا ۱۵۶ زره سرتېري د نورماندي سواحلو ته راکښته شول او هغه مهمه جګړه یې پیل کړه چې په نتیجه کې یې نازي جرمني او متحدانو یې ماتې وخوړه.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د وینا پرمهال څرګنده کړه چې په دې مراسمو کې به ګډون وکړي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پرون په خپل دفتر کې د دوهمې نړیوالې جګړې د هغو څلورو متقاعدو ګډنوالو کوربه و چې یو ۹۵ کلن او درې نور هر یو سل کلن وو.

د نورماندي په جګړه کې د متحدینو نږدې لس زره سرتېري ووژل شول.

د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ به په خپل دې سفر کې بریتانیا ته هم رسمي سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ تراوسه دا خبر نه دی تأیید کړی.