امریکا: په افغانستان کې تېرکال د مخدره موادو په کاروبار کې کموالی راغلی

آرشیف/ افغان امنیتي ځواکونه د کوکنارو د فصل د له منځه وړلو په حال کې

متحده ایالات وايي چې په افغانستان کې تېرکال د مخدره موادو په کاروبار کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د پالیسۍ دفتر په خپل کلني راپور کې وايي، په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو او تریاکو د تولید په کچه کې د یوه تېرکال په پرتله د پام وړ کموالی راغلی، خو اندازه یې بیاهم زیاته وه.

دا دفتر چې د امریکا ولسمشر ته د مخدره موادو د اړوندو مسایلو په اړه سلامشورې ورکوي، وايي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۸ کال کې د کوکنارو په کښت کې په سلو کې ۳۳ کموالی راغلی دی.

د راپور له مخې، تېرکال د افغانستان په شااوخوا ۲۲۱ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، په داسې حال کې چې دا مساحت په ۲۰۱۷ کې ۳۲۹ زره هکتاره و.

راپور د هېواد په پراخو سیمو کې وچکالي او د تریاکو د بیو کمېدل په تېر ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د مخدرموادو د تولید د کمېدو عمده دلایل بولي.

د دې ادارې د راپور له مخې، د کوکنارو تر ټولو زیات کښت په هلمند کې کېږي او د افغانستان د ټولو تریاکو په سلو کې ۸۵ په دې ولایت کې تولیدېږي او د بهرنیو قاچاقبرانو په وسیله نړیوالو مارکېټونو ته قاچاق کېږي.

په هلمند کې د مخدور موادو پرضد د مبارزې د چارو رئیس سید احمد ورور په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې د کوکنارو پر کروندو او د مخدره موادو د تولید پر فابریکو د افغان او نړیوالو ځواکونو ځمکنیو او هوايي عملیاتو د دې کاروبار په کمولو کې اساسي ونډه درلوده.

ده وویل:

Your browser doesn’t support HTML5

بمباران لابراتوار مواد مخدر در هلمند توسط نظامیان امریکایی

ده وویل:

"هغه کارخانې چې افغان او نړیوالو ځواکونو له منځه یووړې په نتیجه کې یې د کوکنارو په بیو کې کموالی راغی او خلکو د کوکنارو کښت کم کړ، ډېری کارخانې په هغو غرنیو سیمو کې دي چې د حکومت په لاس کې نه دي، همدا هوايي حملې د تریاکو د بیو د کمښت علت و، نو اغېز یې د افغانستان لپاره ډېر ښه و."

د امریکا د مخدره موادو د کنټرول د ملي پالیسۍ دفتر وايي چې د کوکنارو پراخ کښت او د تریاکو تولید د قانون د حاکمیت او د سولې د شرایطو د رامنځته کولو لپاره د افغان حکومت توان هم له ستونزو سره مخامخ کوي.

د راپور له مخې، طالبان د هغو عوایدو په مرسته چې د مخدره موادو د کاروبار له لارې یې ترلاسه کوي، د ترورېزم او وسله والو فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې د امریکا هڅې ټکنۍ کوي.

نوموړې اداره زیاتوي، د مخدرموادو د کاروبار نتیجو پر افغانستان او د سیمې پر نورو هغو هېوادونو چې د دې موادو د قاچاق د لارې په اوږدو کې پراته دي، ناوړه اغېز کړی دی.

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د پالیسۍ دفتر د نشه يي موادو کاروبار د افغانستان لپاره یو جدي خطر ګڼي او وايي، د دې ستونزې د حل لپاره به متحدایالات له افغان حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.