له سوډان څخه تازه راپورونه وايي چې د دغه هېواد پوځ نن پنجشنبه ولسمشر عمر البشیر له واک لېرې کړی او دفاع وزیر د هېواد د چارو د اداره کولو لپاره پوځي شورا اعلان کړه.
سوډاني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بشیر په خپل کور کې د وسله والو ځواکونو له لوري محاصره دی.
همدا راز له محبسونو څخه بندیان خوشې کړای شوي دي.