د سوډان ولسمشر د پوځ له‌خوا اړ ایستل شو چې له واکه لېرې شي

ارشیف، د سوډان په خرطوم کې ددې هېواد ولسمشر عمرالبشیر یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال, February 22, 2019

د سوډان ولسمشر عمرالبشیر وروسته له ۳۰ کلنې واکمنۍ نن د پوځ له‌خوا اړ ایستل شو چې له واکه لېرې شي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د سوډان په دارفور کې حکومتي سرچینو او د اقتصاد او تولید وزیر عبدالمحجوب حسېن په دبۍ کې مېشتې الحدث ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې عمرالبشیر له دندې ګوښه شو.

د سوډان د پخواني صدراعظم صادق المهدي زوی نن وويل چې عمر البشیر او همکاران يې په خپلو کورو کې نظربند دي.

د دولتي ټلوېزیون راپور وايي چې پوځ به ژر یوه مهمه اعلامیه خپره کړي.

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دفاع وزارت او لویو سړکونو شاوخوا ځواکونه ګومارل شوي دي.

په همدې حال کې زرګونو کسانو د حکومت پرضد د سوډان د دفاع وزارت مخې ته لاریونونه وکړل.

په سوډان کې خلکو څلور مياشتې مخکې د عمر البشیر د واکمنۍ پر وړاندې اعتراضونه پیل کړي وو.