ولسمشر غني فاریاب لومړی درجه ولایت اعلان کړخو خلک‌یې ولې په راتګ خوښ نه‌وو؟

افغان ولسمشر په فاریاب کې د وینا پر مهال, April 11 2019

د فاریاب ولایت اوسېدونکي چې په‌دې وروستیو کې ناامنیو او سیلابونو سخت ځپلی د حکومت مرستو ته په تمه وو.

ولسمشر محمد اشرف غني ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې دا ځل فاریاب ته ولاړ او دغه ولایت یې لومړی درجه اعلان کړ.

ولسمشر ماڼۍ وايي، ښاغلي غني فاریاب ته په‌خپل دغه يو ورځني سفر کې ځینې ټول‌ګټې پروژې هم پرانېستې.

ارشیف،د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په کابل کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ولایت هم لومړی درجه اعلان شو، خو د سفر اصلي هدف سیلاب ځپلو سره د مرستو کول، په ورته وخت کې د يو شمېر پروژو د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه او خلکو سره هم کتنې وشوې."

ولسمشر محمد اشرف غني د فاریاب ولایت سیلاب ځپلو سره په کتنه کې د قربانیانو کورنیو ته د يو لک افغانیو او ټپيانو ته د پنځوس زرو افغانیو د مرستې د ورکړې اعلان هم وکړ.

هغه په‌دغه ولایت کې د ښځو لپاره د يوه نسايي ولادي روغتون او د پاکو اوبو د رسولو د يوې شبکې د پرانېستې ترڅنګ، د امام ابو حنیفه په نوم د يوه جومات او د غلام محمد میمنه‌ګي د فرهنګي مجتمع د بنسټ ډبره هم کېښوده.

په دې اړه نور: افغان ولسمشر میمنې ته د اوبو رسولو پروژې پرانیستې

ناامني او د لویو لارو تړل کېدل د فاریاب ولایت د خلکو له عمده ستونزو څخه دي چې د دغه ولایت د اوسېدونکو په خبره د دوی په ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.

خو ولسمشر د فاریاب ولایت اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې يادو ستونزو ته په جدي توګه پاملرنه کېږي او د ده په خبره افغان ځواکونه چمتو دي چې په فاریاب ولایت کې امنیت ټینګ کړي.

خو د فاریاب ولایت يو شمېر اوسېدونکې بیا ادعا کوي چې دغه ولایت ته د ولسمشر سفر د دې پرځای چې د دوی درد دوا کړي، د دوی کارونه یې په ټپه ودرول.

د فاریاب ولایت دوه تنه اوسېدونکي ابراهیم او شیر محمد مبارز وايي:

"ولسمشر د ښار په تشو واټونو کې قدمونه وهل او د ښار ټولې هټۍ بندې وې، امنیتي تدابیر تردې کچې جدي نیول شوي وو چې چاته له کوره د وتو اجازه نه‌وه.

-درې ورځې کېږي چې د ولسمشر د راتګ خبرې دي او ټول واټونه او کوڅې بندې دي، هېڅوک د ښار په داخل کې په ډاډه زړه تګ راتګ نه‌شي کولای او هټۍ تړلي دي."

دوی دا ادعا هم کوي چې ولسمشر په‌خپل دغه سفر کې له ځینو تکراري څېرو سره وکتل او کومې پروژې یې چې پرانېستې هغه هم خلکو ته چندان ګټور نه‌دي.

ولسمشر په‌داسې حال کې فاریاب ولایت ته سفر وکړ چې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې وسله‌والو مخالفینو تېره شپه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ حملې وکړې چې تر سهاره یې دوام درلود چې په پایله کې یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.

راپور: محمد واصل وصال