د بریتانیا پولیسو د ويکي‌لیکس جوړوونکی جولیان اسانج نیولی

ارشیف، په اکوادرو کې د ويکي‌لیکس جوړوونکی جولیان اسانج. May 19, 2017

د بریتانیا پولیسو د ويکي‌لیکس جوړوونکی جولیان اسانج نیولی دی.

اسانج د اکواډور په سفارت کې نیول شوی دی.

مټروپول پولیسو نن وويل چې اسانج به په وېسټ مېنسټر کې ژر تر ژره محکمې ته وړاندې شي.

اسانج وروسته له هغه ونیول شو چې د اکواډور حکومت د ده د پناه غوښتونه رد کړه.

دی له ۲۰۱۲ میلادي کال راهيسې په لندن کې د اکواډور په سفارت کې اوسېده.

هغه مهال ده د اکواډور په سفارت کې پناه واخیسته او نه‌یې غوښتل چې سويډن ته بېرته واستول شي.

پر ده د جنسي ځورونې او جنسي تېري تورونه وو.

د اکواډور ولسمشر ویلي چې هېواد یې د ده د پناه غوښتنه ځکه رد کړه چې ده په تکراري توګه له نړيوالو قوانينو سرغړونه وکړه.

ویکي‌لیکس ويلي چې اکواډور د اسانج د پناه غوښتنې په ردولو سره له نړیوالو قوانينو سرغړونه کړې ده.

۴۷ کلن استراليايي جولیان اسانج د اکواډور له سفارته د وتلو ډډه کړې وه او ادعا يې کړې وه چې که دی امريکا ته په لاس ورکړل شي، دی به هلته د افغانستان او عراق د جګړو په اړه د امريکايي ځواکونو د پنځو لکو محرمو اسنادو د افشا کولو په تور محاکمه شي.

تېر کال د امريکا د ورجينيا ایالت په الګزاندریا کې څارنوالانو وويل چې اسانج په‌دغه ولسوالۍ کې د نامشخصو جرایمو له تور سره مخامخ دی.