په نیمروز کې د فوټ‌بال کلنۍ سیالۍ پیل شوې

آرشیف، د افغانستان په نقشه کې د نیمروز ولایت

په نیمروز ولایت کې د فوټبال کلنۍ سیالۍ پیل شوې.

د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون مشر وحیدالله عزیزي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې برخه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا سیالۍ هر کال د ملي لوبډلې د انتخاب پروسې لپاره د نویو ځوانانو د پیدا کولو په هدف ترسره کېږي.

دا سیالۍ نن پیل شوې او نږدې ۲۰ ورځې به دوام ولري.