افغان فوټ‌سال لوبډله له ایران او هانګ کانګ سره یو ګروپ کې راغله

آرشیف، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله. 02 Dec 2018

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د فوټ‌سال د اتلولۍ په سیالیو کې افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله د قرعه‌کشۍ په نتیجه کې د ایران او هانګ کانګ له لوبډلو سره په ګروپي لوبو کې سیالۍ کوي.

د دې فدراسیون د رسنیو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې دا قرعه‌کشي نن د مالیزیا په مرکز کوالا لامپور کې وشوه.

افغانستان له ایران او هانګ کانګ سره یو ګروپ کې راغی.

دغه سیالۍ د ۱۲ لوبډلو په ګډون د روان میلادي کال له ۱۴مې تر ۲۴مې د ایران په تبریز ښار کې ترسره کېږي.