د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نهو ملي پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د کندز د ولایتي شورا مرستيال صفيالله اميري ازادي راډيو ته وويل چې تېر ماسختن یوه بجه وسلهوالو طالبانو د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ حمله وکړه.
د ده په وينا نښته د سهار تر څلورو بجو روانه وه او په نتيجه کې یې نهه د پولیسو سرتیري ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ښاغلي امیري په وینا په نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ويل.
د کندز د پولیسو وياند انعامالله رحماني د چهاردرې ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ حمله تأيید کړه او دا یې هم وویل چې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې، خو دقیق شمېر تر اوسه نهدی معلوم.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.