په هند کې نن خلک د دې هېواد د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې رأيې ورکوي.
د دې انتخاباتو په لړ کې د مرکزي پارلمان ۵۴۳ غړي انتخابېږي.
د هند پارلماني انتخابات د رأی ورکولو په شااوخوا یو میلیون مرکزونو کې په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او د مې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.
د هند د انتخاباتو د کمېسیون په وینا نږدې ۹۰۰ میلیونه کسان د رأی ورکولو حق لري.
د دې انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د مې په ۲۳مه اعلان شي.