افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن فاریاب ته ورسېد

ارشیف، ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته ورسېد.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر به په میمنه کې له سېلاب‌ځپلو او د فاریاب له قومي مخور سره وویني.

د فاریاب د والي ویاند احمد جاوېد بیدار وايي، میمنې ته د ولسمشر د سفر پر مهال به د یو سل بستریز روغتون په ګډون یو شمېر پروژې افتتاح شي.

د نوموړي په خبره په‌دې پروژو کې د ښاروالۍ هوټل او د غلام محمد میمنګي د کلتوري مرکز پرانیستل هم شامل دي.

که څه هم فاریاب ته د ولسمشر د سفر لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي، خو د دې ولایت پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو له څو اړخونو پر فاریاب بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو له‌خوا پر شا وتمبول شول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.