مسؤلین: په بدخشان کې ۶ زره کوچنیان د پولیو له واکسینه محروم دي

په بدخشان کې د عامې روغتیا ریاست وايي چې ۶ زره کوچنیان د پولیو یا د کوچنیانو د فلج پر ضد له واکسینه محروم شوي دي.

د دې ادارې چارواکي وايي چې وسله‌وال طالبان په مختلفو سیمو کې د پولیو ضد د واکسین د کمپاین مخنیوی کوي.

دې ریاست خبرداری ورکړی چې که محرومو کوچنیانو ته واکسین ونه‌رسېږي، په بدخشان کې د ګوزن یا فلج ویروس په چټکۍ خورېدلای شي.

د پولیو ویروس ساري او حتی وژونکی دی، خو واکسین‌یې مخنیوی کولای شي.

ټول هغه ماشومان چې تر پنځو کلونو کوچني وي، باید دا واکسین وخوري.