د ایران حکومت په احواز کې خلکو ته له سیمې د وتلو ویلي

ارشیف، د ایران د خوزستان د سېلاب یو انځور

د ایران حکومت د هغه هېواد په جنوب لوېدیځ ښار احواز کې خلکو ته خبر ورکړی چې له دې سیمې ووځي.

د ایران حکومت ویلي چې د شدیدو بارانونو له امله سېلابونه د احواز مرکز خوزستان ته رسېدلي دي.

د احواز والي غلام رضا شریعتي نن د اپرېل په لسمه وویل چې د احتیاط له مخې دا ولایت خالي کوی.

په احواز کې چې پنځه ولسوالۍ لري، تقریباً اویا زره وګړي اوسي.

د ایران د دولتي رسنیو په حواله، په احواز کې خلکو ته ویل شوي چې په ابتدا کې ماشومان امن سیمو ته وباسي.