ټاکل شوې چې په دوحه کې د سولې بینالافغاني خبرې د اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې ترسره شي.
د افغانستان د پخلاینې د رهبرۍ شورا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۱» په خپله دوهمه ناسته کې پرېکړه وکړه چې د قطر بینالافغاني ناسته به د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.
ټاکل شوې وه چې دا ناسته د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه نېټه جوړه شي، خو د پنځو ورځو لپاره وځنډېډه.
د دې شورا ویاند محمد عمر داوودزي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د شورا په دوهمه ناسته کې د قطر د غونډې په تیاریو او له طالبانو سره د خبرو لپاره د پلاوي په ترکیب هم بحثونه وشول.
آرشیف/ د افغانستان د پخلاینې د رهبرۍ شورا ویاند محمد عمر داوودزی
په اعلامیه کې دغهشان راغلي چې په دغه غونډه کې د پخلاینې د رهبرۍ شورا د لېست د بشپړوونکې، د افغان حکومت لهخوا د سولې د مرکچي پلاوي د ټاکلو او د مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو د کمېټو راپورونه هم وړاندې شول.
که څه هم افغان حکومت وړاندې ویلي وو چې د پخلاینې شورا د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې به ټول موارد وروستي شي، خو د دې شورا یوه غړي محمد اسماعیل خان ازادي راډيو ته وویل چې د نن ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ټول موارد به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ وروستي شي.
ده وویل:
"قطر ته په تلونکي پلاوي، همدا شان د پلاوي په رهبرۍ او د مرکچي پلاوي په ترکیب بحثونه وشول او له نېکه مرغه چې ښو پایلو ته ورسېدو او د شنبې په ورځ به یو وار بیا د نن ورځې په شان راټولېږو او په ټولو مواردو به وروستۍ پرېکړه کوو."
ارشیف، د افغانستان د پخلاینې د رهبرۍ شورا غړی اسماعیل خان
ښاغلي اسماعیل خان که څه هم په دې پلاوي کې د احتمالي ګډونوالو نومونه یاد نهکړل، خو ويېویل چې مطرح سیاسي اشخاص او د ښځو او مدني ټولنو استازي بهیې غړیتوب ولري.
نوموړي دغهشان وویل چې په دې ناسته کې د قطر د ناستې په اجنډا هم بحثونه وشول، خو په دې اړهيې جزئیات ورنهکړل.
په ورته وخت کې یوې حکومتي سرچینې چې نهيې غوښتل نوميې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې په ناسته کې د سولې په پروسه کې په سرو کرښو هم بحثونه وشول.
د دغې سرچینې په خبره اسلامي جمهوري نظام، انتخابات، د ښځو د حقونو او د بیان د ازادۍ ساتنه، د اوربند ډول او د اسلامي احکامو پلي کول هغه موارد وو چې د سرو کرښو په توګه یاد شول.
د پخلاینې د رهبرۍ شورا په دوهمه ناسته کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر څنګ پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدرب رسول سیاف، محمد محقق، یونس قانوني او یو شمېر نورو سیاسي او جهادي شخصیتونو برخه اخیستې وه، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پهکې حضور نهدرلود.
وموغوښتل چې په دې ناسته کې د ښاغلي حکمتیار د نهګډون په اړه د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر نظر واخلو، خو ونهتوانېدو.
د قطر په ناسته کې د افغان حکومت استازي، افغان سیاسیون او طالب پلاوی برخه اخلي.
که څه هم طالبانو ویلي چې د حکومت استازي به په دې ناسته کې د افرادو په توګه برخه اخلي، خو افغان حکومت ویلي چې د قطر په ناسته کې به د دوی استازي د حکومتي استازو په توګه برخه واخلي، نه د افرادو او اشخاصو په توګه.
راپور: اکرامالله اکرام