اردوغان: ترکیې ته به د هوایي دفاع روسی سیستم له وخته مخکې راشي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي چې د روسیې حکومت ښايي د هوايي دفاع د میزائیلو سیستم تر هغه وخته چې مخکې ورته ټاکل شوی و، وړاندې ورته وسپاري.

ترکیه د ناټو تړون غړې ده.

له روسیې د ميزائیلو د دفاعي سیستم اخیستلو د ترکیې او واشنګټن په اړیکو کې عجیب حالت رامنځته کړی دی.

رجب طیب اردوغان له روسیې خپل وطن ته ستون شو او نن د اپرېل په ۱۰مه‌یې خبریالانو ته وویل:

"د اېس-۴۰۰ سیستم د را لېږدولو لپاره د جولای میاشت ټاکل شوې وه، خو ښايي دا نېټه رامخکې شي."

د امریکا متحده ایالاتو له ترکیې غوښتي وو چې له روسیې سره دا معامله لغوه کړي.

د روسیې رسنیو په وینا، انقره غواړي چې د اېس-۴۰۰ څلور دستګاوې په دوه نیم ميلیاردو ډالرو واخلي.