مشهور اختطاف کوونکی عمران له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو

مشهور غیر مسؤله وسله‌وال عمران چې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی

کابل پولیسو هغه مشهور غیر مسؤله وسله‌وال وژلی چې په کابل کې يې د یوې بهرنۍ ادارې د افغاني کارکوونکې په اختطاف کې لاس درلود.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل د عمران په نوم دغه وژل شوي غیر مسؤله وسله‌وال په زیات شمېر وژنو او اختطافونو کې لاس درلود چې تېره شپه د کابل د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې له پولیسو سره په وسله‌واله نښته کې ووژل شو.

نوموړي وویل چې د دې کس نوم د کورنیو چارو وزارت له لوري د مجرمینو په خپور شوي لېست کې هم شامل شوی وو.

ښاغلي رحیمي همدا شان وویل چې وژل شوي کس د پوځيانو یونیفورم په تن کړی و او یو میل وسله‌يې هم درلوده.