اشرف غني ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پیل کړ

ارشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د اپرېل په ۱۰مه، ملت ته د حکومت د حساب ورکولو ملي پروګرام پیل کړ.

ولسمشر غني په‌دې مناسبت په وینا کې وویل چې ټول وزارتونه، والیان، خپلواک ریاستونه او بودجوي خپلواک واحدونه به ولس ته د خپل فعالیت راپور ورکوي.

ښاغلي غني وویل، د معلوماتو قانون‌يې توشېح کړ چې هدف‌یې خلکو ته په ازاد ډول د معلوماتو رسېدل دي.

هغه غوښتنه وکړه چې رسنۍ د حکومت فعالیت په تحقیقي راپورونو کې وڅېړي.

ولسمشر غني وویل، د ملي یووالي حکومت په څلورو کلونو کې دومره بریالی پرمختګ کړی چې په نورو حکومتونو کې ساری نه‌لري.