په کندهار کې د ملي اردو یوې هليکوپټرې سقوط کړی

د افغانستان په نقشه کې د کندهار ولایت

په کندهار کې د ملي اردو یوې هليکوپټرې سقوط کړی دی.

په پېښه کې د هليکوپټرې دواړه پيلوټان زخمیان شوي دي.

په کندهار کې امنیتي چارواکو نن د اپرېل په ۱۰مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې هليکوپټر د تمریني پرواز په وخت کې رالوېدلې ده.