چارواکي: د ارزګان-کندهار لاره د وسله‌والو له شتونه پاکه شوه

ذ ارزګان-کندهار د لویې لارې د عملیاتو یو انځور

ځایي چارواکي وایي، د ارزګان-کندهار لویه لاره د وسله‌والو طالبانو له شتونه یو ځل بیا پاکه شوه.

د دغه ولایت امنیتي چارواکو نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې اوس د یادې لارې پر سر د امنیتي پوستو په جوړولو بوخت دي.

بل‌خوا بیا پر یادې لارې موټر چلوونکي وايي، لاره لاهم تړلې ده او دوی پر نورو فرعي لارو تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې افغان ګډو ځواکونو د دغې لارې د خلاصون په هدف پوځي عملیات پیل کړي دي.