د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ والسوال نقیبالله دقیق وایي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ یوه امنیتي پوسته وسلهوالو طالبانو ونیوله.
دقیق نن د اپرېل په ۱۰مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا امنیتي پوسته د ولسوالۍ په ختیځ کې پرته وه او بېګا وسلهوالو طالبانو نیولې ده.
د سانچارک ولسوال وویل چې په دې امنیتي پوسته کې د امنیتي ځواکونو ۷۰ تنه ځای پر ځای وو، خو تېره شپه له هغه ځایه ووتل او پوستهیې طالبانو ته ورپرېښوده.
هغه خبرداری ورکړی چې که اضافي ځواکونه وروانهستول شي، د سانچارک ولسوالي سقوط کولای شي.