د افغانستان د سولې د مشورتي جرګې ویاند وايي، موږ هیلهمند یو چې د کورنیو او نړیوالو ناستو له لارې د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو د ګډون د موضوع په اړه یوې نتیجې ته ورسېږو.
د دغې جرګې ویاند سید علي کاظمي دغه خبره وروسته له هغې کوي چې طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې پهدغه جرګه کې به ګډون نهکوي.
ښاغلي کاظمي ازادي راډیو ته وویل:
"موږ هیلهمند یو چې څومره د سولې مشورتي لویې جرګې پرانيستې ته نږدې کېږو د کورنیو او بهرنیو ناستو له لارې وکولای شو چې پهدغه جرګه کې د طالبانو د ګډون د موضوع په اړه یوې نتیجې ته ورسېږو، یعنې طالبان پهدغه جرګه کې ګډون یا ورڅخه ملاتړ وکړي."
طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې چې ننیې رسنیو ته استولي ویلي چې د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون نهکوي او له نورو یې هم غوښتي چې په دا شان نمایشي جرګو کې ګډون ونهکړي.
طالبانو د دغې جرګې جوړول په افغانستان کې د اشغال د بقا لپاره هڅه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې مشورتي جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي مخکې تر دې ویلي و چې طالبانو ته پهدغه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې او هیلهمند دی چې له هغو سیمو هم خلک دغې جرګې ته خپل استازي راولېږي کوم چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.