سلامه: د لیبیا د سولې په اړه کنفرانس ښايي له ټاکلې نېټې وځنډېږي

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سولې استازی غسان سلامه

د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو د سولې استازي غسان سلامه ویلي چې د لیبیا د سولې په اړه کنفرانس ښايي له ټاکلې نېټې وځنډېږي.

په لیبیا کې شدید جنګ روان دی.

وسله‌والې رقیبې ډلې هڅه کوي چې پلازمېنه طرابلس ونیسي.

غسان سلامه پرون د اپرېل په نهمه په یوه بیان کې ویلي، امید لري چې په لیبیا کې به د سولې په اړه کنفرانس هلته د شرایطو له ښه کېدو سره سم جوړ شي.

هغه ویلي:

"موږ د راکټونو تر باران او بمباریو لاندې له خلکو غوښتنه نه‌شو کولای چې په کنفرانس کې ګډون وکړي."

ملګرو ملتونو پلان درلود چې د اپرېل په ۱۴مه د لیبیا په جنوب لوېدیځ ښار غدامس کې د سولې په اړه ملي کنفرانس جوړ کړي او ټولې رقیبې خواوې د لانجې د یوه سیاسي حل پر موندلو خبرې وکړي.