بنیامین نتانیاهو د اسرائیل په انتخاباتو کې د بریا اعلان کړی

بنیامین نتانیاهو د اسرائیل صدراعظم په تل ابیب کې خپلو پلویانو سره روغ و بړ کوي. April 10, 2019

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دغه هېواد په انتخاباتو کې د بریا اعلان کړی دی.

هغه خپلو پلویانو ته په خطاب وویل چې:

"د تاسو په مټ مې یوه د نه باور وړ لاسته راوړنه وکړه."

د اسرائیلو پارلمان نن سهار په خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې د ۹۶ فیصده رأیو په شمېرلو سره د بنیامین نتانیاهو لیکود ګوند په پارلمان کې ۶۵ تر ۶۷ څوکۍ ګټلي دي.

که څه هم نتانیاهو پوره څوکۍ په یوازې سر ونه‌شوای ګټلی، خو وړو ګوندونو ورسره د ائتلاف ژمنه وکړه.

په‌دې سره به بنیامین نتانیاهو د پنځو نورو کلونو لپاره د اسرائیل د صدراعظم په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.

د اسرائیل د پارلمان د څوکۍ د ګټلو لپاره د بنیامین نتانیاهو د ګوند په وړاندې د پخواني پوځي بني ګانټس ابي او سپین ګوند ولاړ و.

اسرائیل، اته عشاریه اووه میلیونه نفوس لري او ویل کېږي چې د سې شنبې د ورځې په پارلماني انتخاباتو کې د خلکو ګډون په سلو کې شاو خوا شپږ ۳۰ وو.

د اسرائیل د سې شنبې د ورځې په انتخاباتو کې لس زره د رأيې ورکولو مرکزونه پرانېستل شوي وو.

همدارنګه له هېواده بهر اسرائیلي وګړو هم کولی شول په‌دې انتخاباتو کې رأیې ورکړي.

په پارلمان کې د بریا لپاره یو ګوند ۶۱ استازو ته اړتیا لري، ځکه د اسرائیلو پارلمان ۱۲۰ څوکۍ لري.