پوتین: روسیه په شمالي قطب کې خپل تأسیسات جوړوي

په سن پټرزبورګ کې د ارکټیک یا شمالي قطب په نړیوال فورم کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو پر مهال. April 9, 2019

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، روسیه به په شمالي قطب کې د نویو بندرونو او د خپلو یخ ماتوونکو کښتیو لپاره د نورو تأسیساتو په جوړولو دغلته په ډراماتیکه توګه خپل حضور زیات کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د دې سیمې د طبیعي زېرمو لپاره د هېوادونو ترمنځ رقابت زیات شوی دی.

ولسمشر پوتین د سې شنبې په ورځ په سن پټرزبورګ کې د ارکټیک یا شمالي قطب په نړیوال فورم کې د فنلنډ، ایسلنډ، ناروې او سویډن مشرانو ته وویل، د روسیې هڅې به مرسته وکړي چې د شمالي قطب په سمندري لارو د کارګو استولو کچه څلور چنده شي.

نوموړي زیاته کړه، موږ اړتیا لرو چې د شمال سمندري لاره خوندي او په تجارتي برخه کې د استفادې وړ وګرځوو.

په شمالي قطب کې د قطبي یخونو نرمېدو دغلته د سرچینو د راسپړلو او نویو سمندري لارو په برخه کې فرصتونه رامنځته کړي.

دا د دې لامل شوي چې روسیه، متحده ایالات، کاناډا، ډنمارک او ناروې په‌دې سیمه کې د نفوذ د پراخولو لپاره خپلو کې رقابت زیات کړي.