د سمنګان په درې صوف ولسوالۍ کې ۶ کان کېندونکي وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې سمنګان ولایت

د سمنګان ولایت په درې صوف ولسوالۍ کې په یوه کان کې د چاودنې له امله ۶ کان کېندونکي وژل شوي دي.

د درې صوف ولسوال احمد علي حسني نن ازادي راډیو ته وویل چې د شب باشک په نوم د ډبرو سکرو په کان کې دا چاودنه تېره شپه شوې ده.

د سمنګان په درې صوف کې له زرو زیات د ډبرو د سکرو کانونه دي چې زیاتره‌يې په غیر قانوني توګه کېندل کېږي او همدا غیر مسلکي کېندنه د دې سبب کېږي چې کان کېندونکو ته مرګ ژوبله واوړي.