روحاني امریکا ته: تاسو څوک یاست چې انقلابي بنسټونه ترورېست وبولئ؟

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ترورېستي سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه د امریکا پرېکړه وغندله.

روحاني نن په یوې ټلوېزیوني وینا کې وویل، د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالات د نړۍ د ترورېزم رښتینی مشر هېواد دی.

روحاني امریکا ته په خطاب کې وویل، تاسو څوک یاست چې انقلابي بنسټونه ترورېست وبولئ؟

نوموړي وویل، امریکا غواړي چې له ترورېستي ډلو څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد ګټه اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون اعلان وکړ چې د ایران پاسداران ځواک‌يې د نړیوالو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړی دی.

سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران سیال دی، د امریکا له دې اقدام نه هرکلی کړی دی.