په هلمند کې معترضینو د دوو ښځو د نیولو په غبرګون لاریون وکړ

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

د هلمند ولایت چارواکي تأییدوي چې په تازه عملیاتو کې چې د ګرشک ولسوالۍ کې ترسره شوي، د القاعده شبکې دوه تنه غړي وژل شوي او دوه ښځې نیول شوې دي.

په هلمند کې یو شمېر معترضینو د دغو دوو ښځو د نیولو په غبرګون پراخ لاریون وکړ.

دغه لسګونه لاریون کوونکي له سیمه‌ییزو چارواکو غواړي چې ډېر ژر دغه مېرمنې خوشې کړي.

دغه لاریون کوونکي له تېرې ورځې راهیسې د لښکرګاه ښار په بولان سیمه کې راټول شوي او د لښکرګاه-چاه انجیر لاره‌یې تړلې ده.

دا چې مسئله څه ډول ده؟

بشپړ راپور د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د هلمند راپور