شهباز شریف او زوی یې حمزه شهباز په اختلاس او مالي فساد تورن شوي

د پاکستان د پنجاب ایالت پخوانی اعلی وزیر او د حکومت د اپوزېسیون مشر شهباز شریف

د پاکستان د احتساب ملي ادارې نن د پنجاب ایالت پخوانی اعلی وزیر او د حکومت د اپوزېسیون مشر شهباز شریف او د هغه زوی حمزه شهباز په اختلاس او مالي فساد تورن کړي دي.

پر شهباز شریف تور پورې شوی دی چې د پنجاب ایالت د مشرۍ پر مهال‌يې د خپلې کورنۍ د یوې فابریکې د ګټې لپاره له خپلې دندې ناوړه استفاده کړې ده.

شهباز شریف او حمزه شهباز به اوس چې پر ځان‌يې لګېدلي تورونه رد او سیاسي بللي، محاکمې ته وړاندې کېږي.

پر شهباز شریف چې له ۲۰۱۳ کال تر ۲۰۱۸ کاله پورې د پنجاب اعلی وزیر و، په تېره فبرورۍ میاشت کې هم له خپلې دندې څخه د ناوړه استفادې تور پورې شوی و.