د امریکا له لوري د بګرام د پېښې غندنه او د سولې پر بهیر د دغې پېښې اغېز

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بګرام کې ترسره شوې حمله وحشیانه بللې او غندلې یې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په بګرام کې په امریکايي ځواکونو د طالبانو د حلمې په وړاندې تند غبرګون ښودلی دی.

ښاغلي پامپيو د بګرام پېښه وحشیانه او ترورېستي بللې او غندلې یې ده.

مایک پامپیو په خپل یو ټویټ کې لیکلي چې هر ډول وحشیانه، ترورېستي او بزدلانه حمله به د افغانستان د سولې په وړاندې خنډ نه‌شي.

ښاغلي پامپيو د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه پېښه کې وژل شويو او ټپي امریکايي سرتېرو ته په اشارې سره ویلي چې دغو سرتېرو د دوی د خوندیتوب په خاطر قرباني ورکړې.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون پرونې پېښې ته په اشارې سره وايي، په جګړه کې د ښکېلو خواوو له‌خوا یو پر بل حملې به د افغانستان د سولې پر پروسې منفي اغېز وکړي.

د دغه کمېسیون رئیس نثار احمد غوریاني وویل:

"طالبان تر وروستي بریده هڅه کوي چې زیات امتیاز ترلاسه کړي، که امریکایان د دغې پېښې په وړاندې جدي غبرګون وښيي، حتماً سل په سلو کې د سولې پر پروسې تأثیر اچوي."

د تېرې دوشنبې په ماښام بګرام هوايي ډګر ته څېرمه د طالبانو له لوري په امریکايي عسکرو په حمله کې درې امریکايي سرتېري او یو امریکايي قراردادي ووژل شول او درې نور امریکايي سرتېري ټپيان شوي دي.

بګرام هوایي ډګر ته څېرمه په امریکایي ځواکونو د چاودنې د ځای یو انځور

​په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه خبر تأیید کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په یاده حمله کې پر درې افغان سرتېرو سربېره ۶ امریکايي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه بحرالدین جوزجاني هم د بګرام پېښې ته په کتو سره وايي، ځیني پټ لاسونه په یو ډول هڅه کوي چې د افغانستان د سولې روان بهیر ته زیان ورسوي.

ده زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې په شدت سره روانې دي، ځیني پټ لاسونه لکه روسیه، ایران او پاکستان غواړي چې د دا ډول حملو په ترسره کولو سره د سولې د پروسې مخه ونیسي."

له دې وړاندې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت مسؤلینو او د افغانستان دفاع وزارت ویلي وو چې سوله او جګړه دواړه به مخکې وړي.

طالبانو هم له دې وړاندې ټینګار کړی و چې د سولې له خبرو سره په خوا کې به په افغان او بهرنیو ځواکونو حملو ته دوام ورکوي.

خو بحرالدین جوزجاني وايي، داسې اندېښنې شته چې ممکن په افغان او بهرنیو ځواکونونو د طالبانو او برعکس پر دوی د حملو دوام به د سولې روان بهیر تر یوه بریده اغېزمن کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان