په اسرائیل کې د هېواد د نوي صدراعظم لپاره انتخابات روان دي

په اسرائیل کې یو تن خپله رأیه کاروي

په اسرائیل کې نن خلک د هېواد د نوي صدراعظم د انتخاب لپاره په عامو انتخاباتو کې خپلې رأيې ورکوي.

ننني انتخابات به ښکاره کړي چې له اوږدې مودې راهیسې په واک بنیامین نتانیاهو د نوې دورې لپاره ټاکل کېږي او که د اسرائیل د پوځ پخوانۍ مشر چې اوس‌يې سیاست ته مخه کړې ده، صدراعظمۍ ته رسېږي.

د اسرائیل پر وخت د سهار ۷ بجې د رأيې ورکولو بهیر پیل شوی دی او د شپې تر ۱۰ بجو پورې به دوام وکړي.

تمه ده چې سبا ته د اسرائیل د عامو انتخاباتو رسمي پایلې اعلان شي.

د وروستیو نظرپوښتنو له مخې د اسرائیل د پوځ د پخواني مشر بیني ګنټز په مشرۍ ګوند د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند نه مخکې دی.

خو نتانیاهو بیا له وړو سیاسي ډلو سره د ائتلافي حکومت د جوړولو له نظره د پنځم ځل لپاره د صدراعظم کېدو ښه فرصت لري.