په لیبیا کې د "م.م" استازي د طرابلس پر هوایي ډګر بریدونه غندلي

ارشیف، په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازی غسان سلامه

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازي د طرابلس پر یوازني هوایي ډګر د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» هوایي بریدونه غندلي دي.

د لیبیا د ملي پوځ په نوم یوې وسله‌والې ډلې ویاند تأیید کړې چې دا برید دغې ډلې کړی دی.

غسان سلامه دا اقدام غندلی او وایي، دا کار د بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ده.

دغه هوایي ډګر تر برید وروسته تړل شوی دی.

ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او روسیې ټولو د اوربند غوښتنه کړې او د لیبیا د ملي پوځ په نوم د وسله‌والې ډلې له مشر خلیفه حفتر څخه‌یې غوښتي چې سیاسي جوړ جاړي ته وروګرځي.

د اپرېل په څلورمه د دې نښتو د پیل راهیسې تر اوسه دغلته ۳۰ کسان وژل شوي او زرګونه نور له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

دا نښتې وروسته له هغې پیل شوي چې د خلیفه حفتر په مشرۍ دغې وسله‌والې ډلې په طرابلس کې د حکومت پر ضد یرغل پیل کړ.