درې امریکایي پوځیان او یو امریکایي قراردادي تېر ماښام د کابل په شمال کې د بګرام اډې ته نږدې په یوه حمله کې ووژل شول.
په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونه دا خبره تأیید کړې ده.
د دې برید مسؤلیت طالبانو منلی دی.
امریکا او د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه اعلامیه کې وویل چې دا کسان د سړک غاړې یوه بم په چاودنه کې ووژل شول.
د اعلامیې له مخې درې نور امریکایي سرتېري هم پهدې چاودنه کې ټپیان شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.
د امریکا د دفاع وزارت د پالېسۍ له مخې د دې کسانو نومونه نهدي ښودل شوي.
طالبانو ویلي چې له چاودېدونکو موادو یو ډک موټر یې د بګرام هوایي اډې ته نږدې الوزولی دی.
په همدې حال کې سیمهییز چارواکي له پېښې وروسته د ۳ افغانانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د ملکي وګړو دوه موټر د پېښې ځای ته نږدې د تېرېدو په حال کې و چې نړیوالو ځواکونو ودرول، خو چې پاملرنهیې ونهکړه، نو ډزې یې پرې وکړې او په نتیجه کې یې درې ملکي افغانان ټپیان شول.