د سولې په پروسه کې د افغان مېرمنو پر ګډون د اروپايي ټولنې ټینګار

د انځور ښي لوري ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني او چپ لوري ته د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګرېني په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال. ۲۶ مارچ ۲۰۱۹

د اروپایې ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤلې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» د افغانستان د سولې په پروسه کې د ښځو پر ګډون ټینګار وکړ.

فدریکا موګرېني په لوکزامبوګ کې د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د پرېکړه‌لیک تر صادرېدو وروسته وویل چې دغه ټولنه چمتو ده د افغانستان د سولې په بهیر کې رغوونکی رول ولوبوي.

نوموړې وویل:

"هغه رول چې اروپایي ټولنه‌یې په راتلونکو میاشتو کې لوبولی شي، څو اړخیز دی. د بېلګې په ډول موږ کولای شو د یوه پراخ بنسټه مرکچي ټیم په برخه کې کار وکړو، موږ د دې کار تجربه لرو. په ځانګړي ډول موږ اړتیا لرو چې ښځې په‌دې مذاکراتو کې ښکېلې کړو. هېڅ ډول مذاکرات به دوام ونه‌کړي که له دې خبرو د ټولنې نیمایي برخه وایستل شي."

د موګرېني په خبره اروپایي ټولنه د سوریې په څېر نورو هېوادونو کې هم ورته رول لوبولی او مثبت اغېز یې درلود.

افغان مېرمنې له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په لېست کې د ښځو د ونډې کموالی د اندېښنې وړ بولي.

دوی وېره لري چې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې موافقه داسې نه‌وي چې د ښځو د تېرو شااوخوا دوو لسیزو لاسته راوړنې له‌منځه ولاړې شي.