په ننګرهار کې نن د ماین یوې چاودنې یو کس وژلی او ۳ ټپیان دي

په ننګرهار کې نن په سړک د ایښودل شوی ماین چاودنې لږترلږه یو کس وژلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، د جلال اباد په ښار کې په دې چاودنه کې دوه ملکیان او د پولیسو یو سرتېری ټپیان شوې هم دي.

د دې بم ايښودنې مسؤلیت تر اوسه پورې کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، جلال اباد ښار له څو ورځو راهیسې د دا ډول چاودنو شاهد دی.

پر طالبانو سربېره د ننګرهار ولایت په څو ولسوالیو کې د داعش وسله والو ډله هم فعالیت لري.