د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، په هېواد کې دننه او له هېواده دباندې د افغان سولې په تړاو روانې خبرې اترې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو او د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره ښه فرصت دی او باید افغان دولت او وسله وال طالبان یې له لاسه ورنه کړي.
د یادې شورا رئیس ښاغلي سید اکبر اغا وایي، دولت او طالبان د یو څه سیاسي قربانیو په منلو کولی شي چې په جګړه ځپلي افغانستان کې سوله حاکمه کړي.
دی وایي:
"دواړو طرفو ته وایوو چې له دې فرصته دې په اسلامي او افغاني معیار برابره ګټه واخلي، څو له دې مشکله خلاص شو، له حکومته دا تقاضا لرو چې قرباني ورکړي، له طالبه هم دا تقاضا لرو چې قرباني ورکړي، تر مابین یې خبرې وشي، نو صلحه به راشي."
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا رئیس ښاغلي سید اکبر اغا نن په ګردېز کې د قومي مشرانو، ځوانانو او علماوو سره هغه طرحه او وړاندیزونه شریک کړل چې یاده شورا یې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تامین لپاره اړینه او کټوره بولي.
سید اکبر اغا د جګړې له ټولو خواو او په ځانکړي ډول د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې داسې خبرو اترو لپاره چې پایله یې په افغانستان کې تل پاتې سوله وي، دوه وړاندیزونه لري.
دی وایي، د جګړې ټولې خواوې دې اسلامي اصول د خبرو اترو بنسټ وګرځوي او د ثالث بالخیر په توګه دې ملت ته رجوع وشي.
ده زیاته کړه:
"زمونږ له دواړو طرفو دا غوښتنه ده چې د سولې لپاره یو معیار وټاکی، البته دوه معیاره مونږ په نظر کې لرو، یو معیار یې اسلامي معیار او دوهم معیار یې دا ملت وي، ملت افغانستان ثالث بالخیر واقع شي، په ملت کې مونږ ښه علماء لرو، شه قومي سپینږیري لرو او ښه استادان لرو، له هرې طبقې ښه ښه خلک لرو چې هغه په افغانستان کې سوله غواړي، نو هغه سوله به پایداره او دایمي وي."
سیداکبر اغا د حکومت دا اقدام چې له طالبانو سره یې د سولې د خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي ترکیب جوړ کړی، ستایي او وایي چې له طالبانو سره د افغان حکومت د استازو ناستې به د خلکو هیلې راژوندۍ کړي او د سولې په روانو خبرو اترو به مثبت اغېز ولري،
نوموړي وویل:
"یو مشورتي بورډ دی او یو مذاکراتي بورډ، دا دوه لېستونه یې جوړ کړي دي، دا به ډېره ښه خبره وي، په سوله کې داخلېدل د حکومت د افغانستان د ملت د هغو خلکو امیدونه به راژوندي شي او په ملک کې به بیا سوله راشي."
د فغانستان د خلاصون د لارې عالي شورا مشر او یو شمېر غړو یې په ګردېز کې د نننۍ غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د راتلو په پار د افغانانو ترمنځ پر بین الافغاني خبرو اترو د ټینګار تر څنګ د افغان سولې په تړاو له روانو مذاکراتو ملاتړ وښود.
راپور: اصیل ځاځی