چارواکي: په غور کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي

په غور کې چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو په حمله کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

دا خبره نن د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ازادي راډیو ته وکړه.

د نوموړي په وینا، طالبانو دا برید تېره شپه د شتر خان په سیمه کې پر امنیتې پوستې کړی دی.

دا سیمه د غور د مرکز فیروزکوه د لوېدیځ په شل کیلومترۍ کې پرته ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.