د عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې د ماشومانو مړینه په بې‌ساري ډول ټيټه شوې

ارشیف، د کندهار په یوه روغتون کې د ناروغو بستر ماشومانو یو انځور

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د ماشومانو مړینه په بې‌ساري ډول ټيټه شوې ده.

د دغه وزارت چارواکي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» د روغتیا د پایلو اتم کنفرانس ته وویل، پخوا تر پنځه کلنۍ د ښکته عمر په ماشومانو کې له هر زرو ماشومانو ۲۵۷ تنه مړه کېدل، خو اوس دغه شمېره ۴۹ ته راښکته شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د صحي معلوماتو د مدیریت او ارزونې مشر عطاالله سیدزي د کنفرانس په څنډه کې رسنیو ته وویل:

"د ماشومانو مړینه تر ډېره حده ټيټه شوې ده، یعنې په هر زرو ماشومانو کې ۴۹ تنه مړه کېږي، لاهم کارونو ته اړتیا ده او باید ټول وزارتونه په ګډه د عامه پوهاوي لپاره کار وکړي."

ارشیف، د هرات ولایت په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې د یوې ناروغې ماشومې انځور

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وايي، د دوی موندنې ښيي چې په دغه هېواد کې ۹۰ سلنه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.

دوی وايي، هڅه کوي چې خپل روغتیايي خدمتونه لا پراخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ولایتونو او لیرو پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته نه‌لاسرسي د کابل یو شمېر روغتیايي کارکوونکي هم اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار د یو سیمه‌ییز کلینیک ډاکتره عطیه نېکان وايي، لاهم په لیرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم مړینه یوه جدي ستونزه ده.

دا وایي:

"زه خپله قابله یم، په کابل کې څه نا څه کار شوی، خو په لیرو پرتو سيمو کې لاهم ګڼې ستونزې موجودې دي، همدا وجه ده چې د ماشومانو مړینه زیاته ده، باید ورته جدي پاملرنه وشي."

اخوا د هېواد د ځينو ولایتونو او لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي هم د روغتیایي خدمتونو کمښت یا نه‌لاسرسي له ستونزو سره مخ کړي او هڅه کوي چې خپل ناروغان د ښې درملنې په هدف مرکز کابل ته را انتقال کړي.

ارشیف، په کابل کې د ماشومانو د روغتیا اندراګاندي روغتون یو انځور

​له پروان ولایته راغلې مېرمن مکۍ چې خپل ماشوم زوی یې د درملنې لپاره د کابل د ماشومانو د روغتیا انسټټیوټ اندراګاندي روغتون ته راوړی، وایي:

"صحت طفل ته په دې راغلې یم چې په پروان کې مې ماشوم ښه نه‌شو، ورځ تر بلې مې د ماشوم حالت خرابېده، اوس مې دا ماشوم دلته په روغتون کې بستر کړی دی."

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف د وروستي راپور له‌ مخې چې په روان میلادي کال کې خپور شوی، په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د خوندیتوب لپاره د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې له هڅو سره سره په دغه هېواد کې اوس هم د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال د پنځه کلونو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو په هر زرو تنو کې ۵۵ یې دغه عمر ته تر رسېدو مخکې مړه کېږي.

راپور ناجیه ساپۍ