اجرائیه ریاست: طالبان نه‌شي کولای قطر کې د افغان حکومت د استازو دریځ وټاکي

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د ازادي راډیو د کابل دفتر په سټوډیوی کې د مرکې پر مهال

د افغان حکومت اجرائیه ریاست هیله څرګندوي چې د قطر راتلونکې ناسته چې د افغان حکومت استازي، سیاست‌وال او طالب پلاوي په‌کې برخه اخلي د حکومت او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو اترو د پیل لامل وګرځي.

  • افغان حکومت
طالبان نه‌شي کولای چې زموږ برخلیک وټاکي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» ازادي راډيو ته وویل، د افغان حکومت دریځ دا دی چې د دوحې په ناسته کې به د دوی استازي د حکومت د استازو په توګه

په دې اړه نور: داوودزی: طالبانو سره د خبرو لپاره له افغانستانه یو لوی پلاوی قطر ته ځي

ګډون کوي، نه د افرادو او اشخاصو په توګه.

دی وايي:

"طالبان نه‌شي کولای چې زموږ برخلیک وټاکي چې موږ هلته په کوم عنوان ګډون کوو او له چاسره ګورو، خو د حکومت دریځ دا دی چې د حکومت استازي به د حکومتي استازو په توګه او د افغانستان سیاسیون به په هماغه عنوان چې دوی ورته دعوت شوي ګډون کوي، په ټوله کې موږ د یو مسؤل حکومت په توګه له هر رامنځته شوي فرصته ګټه اخلو او د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره زمینه‌سازي کوو."

که څه هم معلومه نه‌ده چې د قطر په ناسته کې به په کومه کچه حکومتي استازي برخه واخلي، خو تېره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د پخلاینې د رهبرۍ شورا ویاند محمد عمر داوودزي وویل چې د قطر په راروانه ناسته کې به طالبانو سره د مشورو په هدف د ټول افغانستان په استازیتوب یو هر اړخیز پلاوی ګډون کوي.

  • سرچینه
د قطر په ناسته کې به حکومتي استازي د حکومت استازیتوب کوي.

یوې حکومتي سرچیني چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې غونډه کې د نورو تر څنګ محمد عمر داوودزي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو په خبره‌یې د طالبانو وروستي دریځ ته په کتو ښايي ښاغلی عبدالله په‌دې ناسته کې برخه وانه‌خلي.

  • طالبان

تېره شپه طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په دوحه کې به له افغان سیاستوالو سره د دوی ناسته یوازې د نظریاتو او د پالېسیو د تبادلې لپاره وي.

دې ډلې د دوحې په ناسته کې د افغان چارواکو له حضور سره مخالفت نه‌‌دی ښودلی، خو شرط‌یې دا ایښی چې که د حکومت چارواکي برخه اخلي یوازې دې د افرادو په توګه خپل شخصي نظریات وړاندې کړي.

مخکې له دې ویل شوي و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره دا ناسته د اپرېل په ۱۴مې او ۱۵مې کېږي، خو ښاغلی داوودزی وايي چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به‌یې نهایي نېټه په ډاګه شي.

  • د سولې عالي شورا

    َد سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, 03 Feb 2019

    ​په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د قطر ناسته رسمي نه‌بولي او وايي چې په‌دې ناسته کې به د سولې اړوند ټولو مسایل په ځانګړي ډول د بین‌الافغاني خبرو اترو د پیل په اړه بحثونه وشي.

د دې شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډيو ته وویل:

"د قطر دغه ناسته د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کومه رسمي ناسته نه‌ده، بلکې دا یو تسهیل کوونکې ناسته ده، څو موږ وکولای شو له دې نه په ګټې اخیستنې د حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د پیل لپاره استفاده وکړو او ژر تر ژره رسمي مذاکرات پیل شي."

  • خلیل‌زاد

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، له دې خوښ دی چې افغان حکومت او سیاسي مشران د دوحې د راتلونکې اوونۍ خبرو لپاره سره یوځای شوي.

ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو مشرانو سره‌یې خبرې کړي چې څنګه په ګډه او ښه توګه د دوحې په بین‌الافغاني خبرو کې سولې ته د رسېدو لپاره ګډ اهداف مخته یوړل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام