د ۲مې ورځې لپاره د سوډان په پلازمېنه کې لاريون وشو

آرشیف،د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د لاريون عکس.  ۲۵ دسمبر ۲۰۱۸/ REUTERS/Mohamed Nureldin Abdallah

پرون د یکشنبې په ورځ زرګونه کسانو د دوهمې ورځې لپاره د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ مرکز ته نږدې لاريون وکړ.

دوى له پوځ څخه غوښتنه کوله چې د ولسمشر عمر البشير د استعفا د غوښتنې لپاره د دوى ملاتړ وکړي.

اروپايي ټولنې ويلي، «بې‌سارى» شمېر وګړي په‌دغو ٢ ورځو کې دباندې راوتلي او د بدلون غوښتنه کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو خدماتو ادارې پرون په ټويټر کې ليکلي، د سوډان خلکو په تېرو څو کلونو کې د فوق‌العاده خنډونو په وړاندې د پام وړ انعطاف ښوولى دى.

د دې ادارې بيان کې ويل شوي چې د حکومت له‌خوا د کوټلي اقدام له لارې بايد د خلکو باور ترلاسه شي.

ولسمشر بشير چې له واکه له لیرې کېدو يې ډډه کړې وايي، مخالفان‌يې بايد د انتخاباتو له لارې قدرت ته د رسېدو هڅه وکړي.

په سوډان کې د ډسمبر له ١٩مې راهيسې د ولسمشر بشير او د هغه د واکمن ملي کانګرس پر ضد دوامداره مظاهرې شوې دي.